بازتاب نیوز

افغان ځواکونو د لرې واټن ویشتونکي هاوان په وسیله، کنړ کې د لشکر طیبه ډلې مرکز له منځه وړی دی

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د

افغانستان ملي امنیت چارواکي وایي، د کنړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې یې د لشکر

طیبه ډلې یو مرکز په لرې واټن ویشتونکي مزایل ویشتلی او له منځه یې وړی دی.

ملي امنیت

په یوه بیان کې ویلي چې په دې راکټي بریدونو کې یې د لشکر طیبې ډلې یو مرکز چې د

خوشحال تله په نوم یادیده د کنړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې ویشتلی او د دې ډلې درې

غړي یې له منځه وړي او ۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

لشکر طیبه

د جیش محمد په څېر په پاکستان کې پرته ترهګره او وران کاره ډله چې د افغانستان په

شرقي ولایت کنړ کې یې هم د جنګیالیو دشتون راپورونه خپریږي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20948

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading