بازتاب نیوز

د المان ځانګړی استازی: د بین الافغاني مذاکراتو د دایرولو لپاره هڅې کوو

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د المان هیواد ځانګړی استازی « مارکس پوتزل» وایي، هیواد یې د بین الافغاني مذاکراتو د دایرولو لپاره هڅې کوي او په نږدې راتلونکې کې د یوې داسې غونډې په رابللو کار کوي چې د حکومت او طالبانو استازي پکې ګډون ولري.

پوتزل چې په کابل کې یې د مېرمنو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل « المان افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوي او په نږدې راتلونکې کې د یوې داسې ناستې په رابللو کار کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ۶۰ تنه استازي پکې ګډون ولري».

پوتزل زیاته کړه « د یادې غونډې په رابللو کار روان دی خو د ځای په اړه یې لا هم کومه موافقه نه ده شوې».

په ورته وخت کې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سولې په برخه کې د المان هیواد هڅې مثبتې او اغېزمنې واقع کېدای شي.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال « ادریس زمان» په قول؛ تمه ده نوموړی به له پوتزل او خلیلزاد سره په ګډه قطر ته ولاړ شي او هلته به له طالب استازو سره وویني.

د المان هیواد داسې مهال د ګډ حکومت او طالب استازو تر منځ د غونډې رابللو هڅې کوې چې طالبانو تر دې دمه د ګد حکومت له استازو سره په بشپړ ډول خپلې لیدنې رد کړې او حکومت یې د امریکا ګوډاګی بللی.

په داسې حال کې چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ خبرې یوې مثبتې پایلې ته په رسېدو ښکاري، ګډ حکومت لا هم د یادو خبرو برخه نه دی او د مذاکراتو له دې بهیر څخه هیڅ جزئیات په لاس کې نه لري.

دشنونکو له قوله؛ له واک سره د ډاکټر اشرف غني لېونۍ مینه او د ګډ حکومت د سولې ضد ستراتېژي هغه څه دي چې حکومت یې د خبرو له مېزه ګوښې ته کړی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/146183/%D8%AF-%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86-%DA%81%D8%A7%D9%86%DA%AB%DA%93%DB%8C-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D8%B2%DB%8C-%D8%AF-%D8%A8%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%85%D8%B0/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading