بازتاب نیوز

ورځپاڼې: افغانستان کې داعش ‌‌‌‌‌‌ډله د امریکا لپاره ګواښ دی

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ بی بی سی

کاناډایۍ ورځپاڼې ګلوبل اینډ میل لیکلي د امریکا د سمندري ځواکونو لوړ پوړی قوماندان فرنک مکینزي ویلي په افغانستان کې د داعش ډله د امریکا لپاره د ډیرې اندیښنې وړ یو ګواښ دی او د امریکا ترهګرۍ ضد هڅو په پایله کې ددغې ډلې سخت دریځه هیلې له منځه نه دي تللي.

دغه جنرال ویلي دا چې په افغانستان کې داعش ډله د ډېر پوځي فشار لاندې ده نو هڅه کوي په امریکا کې بریدونه وکړي، خو دده په وینا تر هغه چې پر دې ډلې د امریکا فشار وي دا به ونه شي کولی په امریکا بریدونه وکړي.

مکینزي دا څرګندونې په جرمني کې کړې چېر ته چې دی له منځني ختیځه د یوه اته ورځني سفر څخه د راګرځېدو پرمهال دمه شوی و.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین لیکلي داسې معلومات را برسېره شوي چې هغه دوه تنه چې په لندن ښا ر کې یې په ګډه پر لارویانو د چاقوانو برید کړی و له برید وړاندې سره لیدلي و.

ورځپاڼه لیکي دا تازه معلومات ښيي چې د برتانیا استخباراتي اداره ایم ای فایف پر دې خبره وه چې دوی څو ځله سره لیده کاته کړي خو په دې نه وه توانېدلي معلومه کړي چې دوی د څه لپاره پلان جوړ کړی و.

ورځپاڼې: خلیلزاد د افغانستان او پاکستان د اړیکو سمولو هڅه کوي

ورځپاڼې: عادي طالبان سولې ته لېواله دي

ورځپاڼې: امریکا د روسیې په مرسته له افغانستانه وتلی شي

ورځپاڼه لیکي خرم بټ چې پر لندن برج د برید د چمتووالي مشري یې کوله په ۲۰۱۵ کال کې د استخباراتي ادارې له خوا ترې له دې امله څېړنې شوې وې چې دا شک پرې کېده چې د یوه برید تابیا لري.

د یادولو ده چې دا برید د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې شوی و. برید کوونکو پر موټر لارویان ووهل او بیا پر خلکو یې د چاقوانو برید وکړ.

په دې برید کې اوه تنه ووژل شول او له څلویښت زیات نور ټپیان شول.

همدې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د هغه افغان کډوال په اړه یو مطلب خپور کړی چې حکومت یې پلار ته د ویزې له ورکولو انکار کړی و.

ورځپاڼه لیکي وروسته له هغه چې یې دا موضوع خپره کړې په پارلمان کې پرې خبرې وشوې او حکومت اړ شو چې د دې افغان کډوال د ویزې په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.

صابر ځاځي خپل ۷۹ پلار ددې لپاره برتانیا ته راغوښتی و چې د یوه پوهنتون له خوا ده ته افتخاري ډاکټرۍ سند ورکولو مراسمو کې برخه واخلي.

د ځاځي پلار ویلي په لومړي ځل یې خپل پنځه لمسیان ولیدل، مراسمو کې یې برخه واخسته او داسې احساس کوي لکه خوب چې ویني.

جاپان ټایمز ورځپاڼې خپله سرمقاله د امریکا او مکسیکو ترمنځ د کډوالو پر سر شوې کيدونکې هوکړې او د امریکا له خوا پر مکسیکو ګمرکي تعرفو ته ځانګړې کړې او زیاتوي که دا هوکړه د دواړوه هېوادونو ترمنځ وروستۍ شي نو دا به هغو څه باندې یوولس سوه جاپانۍ کمپینو ته لوی خطر وي چې په مکسیکو کې یې ملیاردونه ډالره پانګونه کړې ده.

ورځپانه لیکي کله چې خبره د اقتصادي سیاست شي نو داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوازې یو قانون مني او هغه د ورځپاڼې په وینا د ځنګل قانون دی.

جاپان ټایمز لیکي د کډوالو د کړکیچ پر سر د امریکا او مکسیکو ترمنځ له شویو خبرو اترو دا زده کړې کیدای شي چې د نړۍ ستر هېواد باید خپله اراده پر نورو وتپي. ورځپاڼه لیکي له زغمه کار اخستل تېروتنه ده.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48618996

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading