بازتاب نیوز

امریکايي جنرال یو ځل بیا د داعش له لوري په امریکا د حملې ادعا تازه کړه

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د متحده ایالاتو د «مرین ځواکونو» عمومي جنرال مک کېنزي وايي، په افغانستان کې د داعش زیاتېدونکی نفوذ اندېښمنوونکی دی او یاده ډله په متحده ایالاتو برید ته په تیاري بوخته ده.

د طلوع نیوز د راپور په حواله؛ مک کېنزي وویل « په متحده ایالاتو باندې برید د داعش ډلې تر ټولو ستره هیله ده خو زموږ د زیاتېدونکي فشار له امله به دوی دې هیلې ته ونه رسېږي».

کېنزي زیاته کړه « په افغانستان کې ددې ډلې شتون زموږ لپاره اندېښنې زیاتې کړې او زموږ د پرلپسې نظامي عملیاتو سره، سره دا ډله لا هم د عملیاتو او نظامي بریدونو توان لري».

کېنزي په روانه اونۍ کې دوهم لوړ پوړی امنیتي چارواکی دی چې له افغانستان څخه د داعش ډلې له لوري په امریکا د برید خبر ، پرته له څرنګوالي ورکوي.

تېره اونۍ هم امریکايي ورځپاڼې «اسوشیټيد پریس» د یو شمېر افغان او امریکایي امنیتي چارواکو له قوله لیکلي وو چې، داعش په امریکا د برید نیت لري او دا ډله ورځ تر بلې په سیمه کې خپل نفوذ پراخوي.

په افغانستان کې د داعش د نفوذ د پراختیا او ددې ډلې له لوري په امریکا د برید خبرونه د هیواد په شمال کې د ګډ حکومت د چارواکو له لوري د داعش د تمویل او تجهیز  له راپورونو سره ګډ خپرېږي.

رسنۍ ادعا کوي چې، په شمال کې داعش په حکومتي وسلو سمبالېږي او د جنګیالیو شمېر یې د محلي اربکیانو له منځه ورپوره کېږي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د داعش د تقويې خبرونه د طالب او امریکايي استازو له مذاکراتو سره جوخت راپورته کېږي.

د شنونکو له قوله؛ داعش په هغه سټېج کې نه ده څومره چې د غربي رسنیو او امنیتي چارواکو له لوري ورته کار کېږي.

ددوی په خبره؛ دا هر څه د ګاونډیو هیوادونو د وېرولو او په طالبانو باندې په مذاکراتي مېز کې د امتیاز منلو په موخه ترسره کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/146189/%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D8%AC%D9%86%D8%B1%D8%A7%D9%84-%DB%8C%D9%88-%DA%81%D9%84-%D8%A8%DB%8C%D8%A7-%D8%AF-%D8%AF%D8%A7%D8%B9%D8%B4-%D9%84%D9%87-%D9%84%D9%88%D8%B1%D9%8A/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading