بازتاب نیوز

امریکا: نور به له افغانستان سره د «سپینو چیکونو» له لارې مرسته نه کوو

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالات وایي، نور به د افغانستان سره همکاري او مرسته د سپینو چیکونو له لارې نه کېږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، نن ورځ د ۲۰۲۰میلادي کال لپاره د بودیجې د ارزولو په غونډه کې وویل « نور له افغانستان سره د بیا رغونې او امنیت په چارو کې د سپینو چیکونو له لارې مرسته نه کوو او د افغانستان له حکومت هیله لرو څو خپلې مرستې د بیا رغونې او پرمختګ په لارو چارو کې ولګوي».

د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړې ډيپلوماټې « ایلس ویلز» وویل، که څه هم د افغانستان حکومت د فساد د مخنیوي په برخه کې هڅه کړې خو دا کار لا هم دوامداره هڅو ته اړتیا لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له افغانستان سره په خپلو مرستو د محدودیتونو وضع کولو خبر ورکوي چې، ددې هیواد سلګونه میلیونه ډالر په افغانستان کې د حکومتي چارواکو د فساد په پایله کې اختلاس شوي.

همدا څو ورځې وړاندې د امنیتي ځواکونو د غوښې په قرارداد کې د یوه کال دننه د سلګونو میلیونو افغانیو د ورکېدو خبر ورکړل شو او په غبرګون کې یې د قراردادي شرکت مشران ونیول شول.

بل لوري ته امریکا داسې مهال له ګد حکومت سره د مرستې کمولو غږ کوي چې، د طالب او امریکایي استازو تر منځ خبرې وروستۍ پایلې ته په نږدې کېدو ښکاري او تر ډېره تمه داده چې بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووزي.

د شنونکو په باور؛ که چېرې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، متحده ایالات به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي او پایله به یې د ګډ حکومت په ړنګېدو تمامه شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/146193/%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7-%D9%86%D9%88%D8%B1-%D8%A8%D9%87-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%AF-%D8%B3%D9%BE%DB%8C%D9%86%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading