بازتاب نیوز

جلال اباد کې ځانمرګی برید؛ لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ بی بی سی

د ننګرهار ولایت مرکز مرکز جلال اباد ښار کې نن پنجشنبه یوه خانمرګي برید لږ تر لږه ۸ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي. برید د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې شوی. تر دې دمه چا د برید مسوولیت نه دی منلی.

پر سيمه یيزو پولیسو دغه ځانمرګي برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۱نور ژوبل دي.

د ننګرهار پوليسو ویاند فريد خان وايي، ځانمرګی بريد مازدیګر مهال څه کم ۴ بجې د ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیليو چوک ته څېرمه د چپرهار د سيمه یيزو پوليسو پر رينجر ډوله موټر شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږیاڼی وایي، پېښه کې اته تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي، خو نه وايي چې څوک دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون چارواکي وایي، دوی ته ۷ جسدونه او ۱۱ ژوبل ور وړل شوي چې په ژوبلو کې يې درې کوچنیان دي.

د پېښې په اړه وروستي جزیات وروسته...

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48625778

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading