بازتاب نیوز

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځانمرګی برید وشو.

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ ټي آر ټي

 

د ننګرهار نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  ځانمرګی برید  د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار  د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې  فاملیانو په سیمه کې  د پولیسو په یوې پوستې  شوی دی.

د ننګرهار ولایت د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې پدې برید کې  لږ تر لږه  ۹ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

په وژل شوو کسانو کې ۵ تنه ملکي وګړي او یو تن هم  ماشوم  دی. په ټپیانو کې ۹ تنه ملکي وګړي او ۳ تنه سرتیري دي.

د برید مسئولیت تر  اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی .

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2019/06/13/d-fgnstn-ph-khty-h-nnkrhr-wlyt-kh-hnmrky-bryd-wshw-1218103

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading