بازتاب نیوز

طالبان د سولې له احتمالي هوکړې وروسته هم د همکاریو غوښتونکي دی-خلیلزاد

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ آریانا نیوز

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د آریانا نیوز مناظرې په یوه بله برخه کې، چې د غبرګولي پر ۲۳ د شپې اته نیمې بجې خپریږي ویلي؛ طالبان د سولې له احتمالي هوکړې وروسته هم د امریکا د سیاسي او اقتصادي همکاریو غوښتونکي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي؛ طالبان غواړي د امریکا له دولت سره د سولې له هوکړې وروسته هم ستراتیژیکې همکارۍ روانې وساتل شي. دوی غواړي، چې له امریکا سره په ستراتیژیکو اړیکو کې اقتصادي او سیاسي همکارۍ وپالل شي.

ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړې، چې امریکا هم همکاریو ته چمتووالی لري او غواړي، چې له افغانستان سره دوامداره اړیکې ولري.

ښاغلي  خلیلزاد له دوحې ډېر پیغامونه راوړي، چې په آریانا نیوز مناظره کې یې له خلکو سره شریک کړل.

تمې دا دي، چې خلیلزاد باید له طالب استازیو سره  د خپلو خبرو ټول جزئیات بیان کړي.

زدکړیاله شکریه جلال زۍ وایي: دا یوه ښه ناسته وه؛ خو د مذاکراتو پړاوونه په دې کې رالنډیدای نشي. هیله من یو، چې خلیلزاد خپلې ټولې ناویلې خبرې د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي.        

زدکړیاله سایعه آدینه وایي: مونږ ته فانع کوونکې ناسته وه؛ خو په ټوله کې مو ونکړای شول وپوهیږو، ځکه هغه به نه غواړي، چې ټولې خبرې خلکو ته وړاندې کړي.

افغانستان له امریکا غواړي، چې طالبان له افغانانو سره د سولې خبرو ته کینوي. که هغه له پوځي لارې وي او یا هم له سیاسي هغې؛ خو موخه له طالبانو او حکومت سره روغه جوړه ده.

خبریال: علی اصغري

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7-123/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading