بازتاب نیوز

روسیه په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي هڅې کوي- پوتین

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ آریانا نیوز

د روسیې ولسمشر ویلي؛  روسیه په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي هڅه کوي، ځکه په دې هېواد کې اوس هم ډېرې ننګونې شته، چې باید حل شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوې روسیي ژبې ورځپاڼې سره په مرکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او وایي، چې: مونږ د منځني ختیځ د مسایلو په اړه اندېښمن یو؛ په افغانستان کې پرمختګونه له نږدې څارو او  له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره همکاریو ته دوام ورکوو او هیله من یو، چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې رول مثبت لوري ته راوګرزي.

د افغانستان ولسمشر د شانګهای د ناستې په څنډه کې ډاډ څرګندوي، چې بشپړه نړیواله اجماع رامنځته شوې او زیاتوي، چې امریکا اوس زمونږ طرحه څاري، نه کومه بله.

دا په داسې حال کې ده، چې په منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو د قومندانۍ رییس ویلي؛ په افغانستان کې د داعش حضور د امریکا لپاره د اندېښنې وړ دی او پرې د ډېر فشار غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د داعش پر حضور په داسې حال کې اندېښنه ښودل کیږي، چې د استرالیا د سولې او اقتصاد انستیتوت لخوا افغانستان د ناامنو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی او افغانان هم امنیتي وضعیت ښه نه بولي.

د کابل اوسیدونکی محمد خپلواک وایي، چې مونږ په جنګونو کې رالوی شوي یو؛ خو داسې یو وضعیت، چې اوس ورسره مخ یو هیڅکله مو ندی لیدلی.          

د کابل  یو بل اوسیدونکی ذبیح الله نومي ویلي، چې د افغانستان امنیتي حالات ورځ تر بلې بحراني او خرابیږي.               

په روان کال کې که څه هم د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې خبرې تودې شوي؛ خو جګړې اوس هم زور اخیستی.

خبریال: روهید اندیشمند

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/%D8%B1%D9%88%D8%B3%DB%8C%D9%87-11/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading