بازتاب نیوز

کنړ کې ۹۰ سلنه پېر او پلور په کلدارو کیږي

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

2019-06-14 | 45 دقيقه مخکې

د افغانستان په ختیځ ولایت کنړ کې د افغانیو د کموالي له امله ۹۰ سلنه پېر او پلور په کلدارو کیږي.

د یاد ولایت اوسیدونکي وایي، په دغه ولایت کې د افغانیو د نشتوالي له کبله ۹۰ سلنه پېر او پلور په کلدارو کیږي، خو همهاله د دغه ولایت چارواکي وایي، د کلدارو د کارېدو د مخنیوي له پاره یې د پام وړ پروګرامونه په لاره اچولي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د چارواکو له قوله، افغان امنیتي ځواکونو بازار او هټۍ تر خپلې څارنې لاندې نیولې دي او ډېر ژر به د کلدارو د کارېدو مخه ونیسي.

د يادونې وړ ده چې نه يواځې په کونړ، بلکې د هېواد په ځینو نورو سرحدي ولايتونو کې هم پاکستانۍ کلدارې کارول کېږي.

افغان حکومت له زیاتو هڅو سربیره تراوسه په دې نه دى توانېدلى، چې په سرحدي سيمو کې د پاکستانۍ کلدارو د کارېدو مخه ونيسي.

1TVNews.af - 1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38498-2019-06-14-04-58-02

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading