بازتاب نیوز

په جلال اباد کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۹ تنه ووژل

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ د امریکا غږ

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر محلي پولیسو ځانمرګی برید شوی دی.

چارواکي وایي په برید کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

برید د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د خالص فامیلیو په سیمه کې د چپرهار ولسوالۍ د محلي پولیسو د قومندان زمري پر موټر شوی دی.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند فرید خان امریکا غږ ته وویل چې په برید کې قومندان زمری هم وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې په وژل شویو کسانو کې یې پنځه ملکیان او څلور محلي پولیس دي. په ملکیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

په ټپيانو کې بیا درې نظامیان او نهه ملکیان دي چې درې یې ماشومان دي. ​د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عادل امریکا غږ ته وویل چې ټپیانو کې د ځینو یې روغتیايي حالت ښه نه دی.

​د پېښې یو ټپي محمد الله چې په روغتون کې بستر دی امریکا غږ ته یې وویل چې په ریکشا کې ناست و کور ته تللو چې د محلي پولیسو موټر روان و چې درز وشو، نور پوه نه شوم خو مړي او زخمیان يې ولیدل چې پراته وو.

تر اوسه ددغه ځانمرګي برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/jalalabad-suicide-attack-kills-people-/4957415.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading