بازتاب نیوز

په کندهار کې د افغان ترک ښوونځي د ترکیې معارف بڼسټ ته وسپارل شو

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ ټي آر ټي

 

د کندهار ولایت د پوهنې ریاست وايي چې د یوې هوکړې له مخې په ټول هېواد کې د یادو ښوونځیو مسوولیت  او اداره د ترکیې د پوهنې بنسټ ته سپارل کېږي.

د ښوونځي د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د پوهنې د وزارت د ارزیابي او نظارت رئیس نجب الله کامران، په افغانستان کې  د ترکیې د معارف د بنسټ مشر شاکر وۍ ووت ، د کندهار د پوهنې رئیس  ، د ولایتې شورا وکیلانو  او یو زیات شمیر زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د پوهني وزارت د ارزیابی او نظارت رئیس، نجیب  الله کامران پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې :«دغه ښوونځي پړاو په پړاو  په  ټولو ولایتونو کې  انتقال شول او ځیني خلک دا نیوکه کوي چې د مرکز ښوونځي ولې نه تسلیمیږي، دا په هیڅ وجه د دې په معنا نه ده چې موږ توانمندي نه لرو، موږ د حکومت او د ترکیې هېواد سره په تفاهم باندې هغه ښوونځي هم سپارو او دا دی وروستی ولایتي ښوونځي مو ورته وسپارل او د مرکز ښوونځي به هم ورته وسپارو.»

د کندهار د پوهني ریاست د ترکيې هېواد د پوهنې د بنسټ څخه غوښتنه کوي تر څو په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه ډېر کړي او د کندهاري زده کوونکو په زده کړو کې دې د پخوا په پرتله موثر بدلون رامنځ ته کړي.

د کندهار د پوهني رییس، عبدالقادر پیوستون بیا وویل چې :« پوره امانت داری سره ستاسو د اولادونو لپاره دا پروسه  عملي کوو او سر د نن څخه به عملي کار پیل کړي . موږ شپه او ورځ کار کوو ، یعنې د نجونو د ښوونځي لپاره مو هم کار کړی دی  او  د ښار په یو مناسبه سیمه کې مو ورته ځای موندلی دی او انشاالله ډیر ژر به يې کارونه پیل شي.»

پدې مراسمو کې  په افغانستان کې د ترکیې د معارف بنسټ  مشر  شاکر وۍ ووت  بیا وویل چې  « د ترکیې د معارف بڼسټ ته د کندهار ددې ښوونځي د سپارولو سره  په افغانستان کې د موجودو  ۱۲ ښوونځیو نه ۸ مسئولیت مونږ ته سپارل شوی دی. په افغانستان کې د ترکیې د معارف بڼسټ فعالیت په اصل کې  د ترکیې او افغانستان د دولت او ورور ملتونو د سلګونو کلونو راهیسې د ژور او دوستانه اړیکو  ثمره  او میوه ده. د ترکیې د معارف بڼسټ د افغانستان ورور ملت ته  د مرستې لاس اوږد کړی دی. ترکیه دا مرسته  د هیڅډول  تمع او توقعاتو نه پرته  د خپل ورور ملت سره کوي. د ترکیې د معارف بڼسټ به  د افغانستان بچو ته خپلو خدماتو ته دوام ورکړي. »

هغه زیاته کړه چې  په پام کې لرو چې پدې ښوونځیو کې  فیس  ۲۰ سلنه راټیټ کړو او ښوونکو تنخوا ګانې  لوړې کړو.

د کندهار د ولایتي شورا غړی، نعمت الله شیردلي وايي:« موږ د خپل هېواد ټولو اوامر منو او د ترکیې هېواد سره يې ښه اړیکو ساتلو ته ژمن یوو، نور وروڼو هم شل کاله دلته خدمت وکړ او زموږ د حکومت له لوري هم ورته کومه ستونزه جوړه نشوه.»

بل خوا د ترکي هېواد د پوهني بنسټ مسوولین وايي هڅه کوي تر څو په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو له لارې د زده کوونکو تعلیمې کچه لوړه کړي او په دې برخه کې د ترکيې هېواد له لوري ۳۰ میلیونه ډالره بودجه ځانګړې شوې ده او همدارنګه په کندهار ولایت کې د نجونو د زده کړو لپاره د افغان ترک ښوونځي جوړه کړي.

د ترکيې هېواد د پوهنې د بنسټ مسوول شاکر وای ووت  وویل «زموږ د فعالیت څخه وروسته به دلته په کندهار کې د ترکیې هېواد قونسلګري هم خپل فعالیت پیل کړي او  ښوونځیو ته به نوي تعمیرونه هم جوړ کړل شي او زموږ د ښوونځیو د فعالیتونو تر څنګ به نور بنیادونه هم خپل کارونو ته ادامه ورکړي.«

په کندهار ولایت کي د شاه حسین هوتک افغان ترک په نوم ورستۍ ښوونځی وه چې د ترکې د پوهنې بنسټ ته په رسمي توګه وسپارل شو او د پوهنې وزارت چارواکي وايي په نیږدې وختونو کې به په پلازمينې کې د افغان ترک ښوونځې هم یاد بنسټ ته وسپارل شي.

 

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2019/06/14/ph-khndhr-kh-d-fgn-trkh-swwn-hy-d-trkhy-m-rf-bnst-th-wsprl-shw-1218404

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading