بازتاب نیوز

د کرکټ سيالۍ: انګلستان له ويسټ انډيز سره مسابقه کوي

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ دازادې اروپا راډیو

د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام د سيالو په لړ کې نن د جمعې په ورځ انګلستان له ويسټ انډيز سره مسابقه کوي.

د انګلستان په ساوت هامپټون لوبغالي کې دغه مسابقه د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيلېږي.

پرون د باران له کبله د هندوستان او نيوزيلنډ ترمنځ مسابقه ونه وشوه.

په انګلستان او وېلز کې د دغو مسابقو په لړ کې سبا شنبې افغانستان له جنوبي افريقا سره د مسابقې ډګر ته وځي.

په پام کې ده د وېلز په کارديف لوبغالي کې دغه مسابقه د افغانستان پر وخت د مازيګر پنځه بجې پيلېږي.

په زړه پورې منځ‌پانګه

اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/29999130.html

د اصلي پاڼې خلاصول

دازادې اروپا راډیو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading