بازتاب نیوز

د چین ولسمشر: پاکستان د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته هڅوو

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د چین ولسمشر وايي، بیجینګ د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات په مانا بولي او ژمن دی چې اسلام اباد د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته هڅوي.

شی جینگ پینگ دغه څرګندونې د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» سره د لیدنې په مهال وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د شي جینګ پینګ سره د اشرف غني د لیدنې د خبر تر څنګ ذکر شوي «جمهوررئیس غني وویل، افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه او له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره سیمه ییزه اجماع کې او همدارنګه د سولې له تړون وروسته د چین رول ارزښتناک او همکاري مهمه ده، جمهوررئیس له طالبانو سره  له سولې وروسته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه ییزه همکارۍ دوام حتمي وباله او د چین له  همکاریو څخه په مننې یې وویل، د سیمه ییز اتصال له لارې افغانستان او چین ورځ تر بلې یو بل ته نږدې کېدونکي دي».

خبرپانه وړاندې لیکي «د چین جمهوررئیس د چین او افغانستان تر منځ دوستانه مناسباتو ته په اشارې وویل، هیواد به یې له افغانستان سره د انکشافي همکاریو  ترڅنګ د سوداګرۍ په برخه کې د زعفرانو، جلغوزیو او نورو وارداتو کچه زیاته کړي، جمهوررئیس شي جینګ پينګ د تروریزم پر وړاندې د افغانستان د قربانیو او مبارزې د قدرداني ترڅنګ وویل، چین د افغانانو په رهبري او مالکیت د روغې جوړې همه شموله پروسې ملاتړ کوي. نوموړي په افغان سوله کې د پاکستان همکاري مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې هغوی به په دې برخه کې مرستې ته وهڅوي».

چین داسې مهال د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ټټر وهي چې، طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینې چین ته د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالب استازو د سفر خبر ورکوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/146212/%D8%AF-%DA%86%DB%8C%D9%86-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D9%BE%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading