بازتاب نیوز

د غبرګولي ۲۴ مه؛ د دري موسیقۍ د پاچا احمد ظاهر د مړینې کلیزه

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

2019-06-14 | 31 دقيقه مخکې

د افغان موسیقۍ ځلانده ستوری چې، کله ناکله د دري موسیقۍ د پاچا لقب هم ورته کاریدلی، څلویښت کاله وړاندې په همدې ورځ (۲۴ غبرګولی ۱۳۵۸) د تل لپاره سترګې پټې کړې دي.

احمد ظاهر د افغان موسيقۍ يو داسې ځلانده ستوری دی چې د نوموړي د مړينې نه نيمه پېړۍ وروسته لا هم د هغه د سندرو او هنر مينه وال په افغانستان، ايران، تاجکستان او پاکستان کې شته.

احمد ظاهر د ډاکټر عبدالظاهر زوی د ۱۳۲۴ کال د غبرګولي میاشتې په ۱۴مه نېټه د کابل په نوي ښار کې زېږدلی دی.

دی د لغمان اصلي اوسېدونکی او په خټه پښتون دی.

احمد ظاهر ۱۳ کلن و، چې گوتې يې پر هارمونيه، فلوت او اکارډيون روږدی شوې او له موسیقۍ سره د بې شانه مینې له کبله له خپل پلار سره هند ته لاړ او هلته یې د هنر او موسيقۍ په برخه کې ډېر پرمختګ وکړ.

احمد ظاهر په خپلو سندرو کې تر ډېره بريده پر شعر او کمپوز ټینګار کاوه، همدغه شعر او کمپوز و، چې د احمد ظاهر شخصيت يې د يوه رښتيني هنرمند په توګه راجوت کړ.

د احمد ظاهر او اېلوېس پرېسلي (Elvis Presley) د موسيقۍ او ډول تر منځ ورته والی او شباهت ليدل کېږي او له همدې سببه د ځينو په اند د افغان اېلوېس پرېسلي نوم هم ورته کارېدلی.

احمد ظاهر درې ځله واده کړی، خو دده په وينا يوې هم نېکمرغه نه کړ. له لومړنۍ مېرمنې څخه يې د احمد رشاد په نوم يو زوى پاتې شو. له وروستنۍ مېرمنې يې د شبنم په نوم لور پاتې ده، چې دده تر مرگ يوه ورځ وروسته و زېږېده.

احمد ظاهر څلویښت کاله وړاندې په همدې ورځ ( د ۲۴ غبرګولي ۱۳۵۸) له دې فاني دنیاګۍ سره مخه ښه وکړه.

که څه هم د احمد ظاهر د وژنې په اړه لا هم کره مالومات نشته، خو داسې ویل کیږي چې یاد سندرغاړی د سالنګ په واټونو کې په یوه ترافیکي پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38500-2019-06-14-09-31-47

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading