بازتاب نیوز

سږ كال له ايران او پاكستانه څه باندې ۲۰۵ زره افغان كډوال خپل هېواد ته راغلي

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د كډوالۍ نړيوال سازمان اعلان كړى، چې د ۲۰۱۹م ميلادي كال په لومړيو شپږو مياشتو كې څه باندې ۲۰۵ زره افغان كډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ياد شمېر افغان كډوال له ايران او پاكستانه خپل هېواد ته تللي دي.

د سرچينې په خبره، په دغه موده كې له ايرانه ۱۹۶ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه كې راغلي، د ايران د اقتصادي حالت د خرابېدو له كبله ښايي د روان ميلادي كال تر پايه له ۵۷۰ زرو زيات نور افغان كډوال هم دا هېواد پرېږدي.

د هېواد د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ايران كې شاوخوا دوه ميليونه افغانان ژوند كوي.

 

The post سږ كال له ايران او پاكستانه څه باندې ۲۰۵ زره افغان كډوال خپل هېواد ته راغلي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/06/14/%D8%B3%DA%96-%D9%83%D8%A7%D9%84-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%8A%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D9%BE%D8%A7%D9%83%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%D9%87-%DA%85%D9%87-%D8%A8%D8%A7%D9%86%D8%AF%DB%90-%DB%B2%DB%B0%DB%B5/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading