بازتاب نیوز

په ننګرهار كې پر داعشيانو هوايي بريد شوى

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

بې پيلوټه الوتكې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې دوه داعش وسله وال ووژل.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، بې پيلوټه الوتكې دا داعشيان، چې دوه قچرې هم ورسره وې، تېره ورځ په وزيرو تنګي سيمه کې په نښه كړل او د هغوى پر قچرو بار وسلې او مهمات يې هم له منځه يووړل.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته يو داعش وسله وال له خپلې وسلې سره يو ځاى تسليم شوى دى.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

The post په ننګرهار كې پر داعشيانو هوايي بريد شوى appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/06/14/%D9%BE%D9%87-%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%83%DB%90-%D9%BE%D8%B1-%D8%AF%D8%A7%D8%B9%D8%B4%D9%8A%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%87%D9%88%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D8%A8%D8%B1%D9%8A%D8%AF-%D8%B4%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading