بازتاب نیوز

عبدالله او خليلزاد د افغان سولې بهير پر وروستيو پرمختګونو وغږېدل

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې بهير پر وروستيو پرمختګونو خبرې وكړې.

د اجرائيه رياست د خبرپاڼې پر بنسټ، عبدالله د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپل استوګنځاى كې له خليلزاد سره وكتل.

د سرچينې په وينا، په دې ليدنه كې، چې په كابل كې د امريكا سفير جان بس هم حضور درلود، دواړو لورو د افغانستان لپاره د سولې پر لومړيتوب او عادلانه او تلپاتې سولې ته پر رسېدو ټينګار وكړ.

خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل سفر په دوام اوسمهال په كابل كې دى او ټاكل شوې په راتلونكو څو ورځو كې د قطر په پايتخت دوحه كې يو ځل بيا د طالبانو له استازو سره وګوري.

The post عبدالله او خليلزاد د افغان سولې بهير پر وروستيو پرمختګونو وغږېدل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/06/14/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%88-%D8%AE%D9%84%D9%8A%D9%84%D8%B2%D8%A7%D8%AF-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D8%A8%D9%87%D9%8A%D8%B1-%D9%BE%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading