بازتاب نیوز

په ننګرهار كې د خپلې مېرمنې قاتل ونيول شو

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په ضد د مبارزې پوليسو تېره ورځ هغه كس نيولى، چې خپله مېرمن يې د چاقو په وسيله وژلې وه.

د دې قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، دا كس د مركز جلال اباد ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو كې ونيول شو.

ياد کس پر خپل جرم اعتراف کړى، خو د پېښې علت تر دې دمه نه دى معلوم شوى.

په ورته وخت کې پوليسو په ننګرهار كې پنځه تنه نور د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي، چې تر پوښتنو لاندې دي.

 

The post په ننګرهار كې د خپلې مېرمنې قاتل ونيول شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/06/14/%D9%BE%D9%87-%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%83%DB%90-%D8%AF-%D8%AE%D9%BE%D9%84%DB%90-%D9%85%DB%90%D8%B1%D9%85%D9%86%DB%90-%D9%82%D8%A7%D8%AA%D9%84-%D9%88%D9%86%D9%8A%D9%88%D9%84-%D8%B4/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading