بازتاب نیوز

غني: له سیمه ییزې اجماع پرته سولې ته رسېدل به ډېر وخت ونیسي

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ طلوع نیوز

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې په اړه د سیمه‎ييزې اجماع له جوړېدو پرته له طالبانو سره هوکړې ته رسېدل به ډېر وخت ونیسي.

ښاغلي غني، چې نن بېشکک کې، د شانګ‎های همکاریو سازمان په نولسمې غوڼده کې وینا کوله وویل چې افغانستان د سولې راوستو لپاره د یوې نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو لپاره د همغږۍ رامنځته کېدو په حال کې دی.

هغه که‎څه هم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو ټینګار کوي چې له دغو هېوادونو سره دې د طالبانو اړیکې چې د هغه په وینا د طالبانو ملاتړي دي، له منځه یوړل شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«موږ سیاسي حل لارې لپاره د امریکا ژمنه معتبره ګڼو او د سولې لپاره د نړیوالۍ ضروري اجماع د جوړېدو لپاره د همغږۍ په حال کې یوو، خو د سولې لپاره له سیمه‎ییزې اجماع او د طالبانو له ملاتړو سره د هغوی تړاو موضوع له حل پرته، په دې برخه کې پرمختګ به ډېر وخت ونیسي.» 

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره باید منظم چارچوکاټ جوړ شي هغه چارچوکاټ چې د هغه په وینا سیمه‎ییزې او نړیوالې اجماع ته اړمنه ده.

افغان ولسمشر څرګنده کړه:«فرصتونو او ګواښونو ته په پام سره، موږ لاندي موردونه وړاندیز کوو؛ لومړی: که‎چېرې وغواړو چې د سولې په اړه څو ډلګۍ ته ځیر شو، د سولې لپاره باید یوه سیمه‎ییز او نړیوال ایتلاف رامنځته شي څو دغه ایتلاف د خبرو اترو او مذاکرې لپاره یو منظم چارچوکاټ رامنځته کړي.»

ښاغلي غني وویل چې ترهګري، جګړه او نشه‎يي توکي نه یوازې افغانستان بلکې د شانګ‎های همکاریو سازمان غړي هېواد هم ګواښي او همدارنګه افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د نشه‎يي توکو ډېرې کارخونې له منځه وړي دي.

ولسمشر د افغانستان جګړه څو اړخیزه بولي او وايي چې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدل کولای شي په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان له بندخونو د نهه سوه طالبانو بندیانو د ازادېدو حکم صادر کړی دی. رپوټونه رسوي چې کابو ۵۰۰ تنه دغه بندیان ازاد کړل شوي دي.

له دې سره جوخت، طالب اورپکي د هېواد په ځينو برخو کې له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دي. غني وايي طالب بندیان یې د سولې مشورتي جرګې د ګډون کوونکو پر مشوره ازاد کړل، خو ځينې ګوندونه او پوځي کارپوهان، د طالب بندیانو ازاېدل هغه هم په اوسنیو شرایطو کې، منطقي نه بولي.

له دې ټولو سره، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې دوام لري. هغه چې د سولې په اړه سیمې او نړۍ ته د خپل سفر اوم پړاو په لړ کې افغانستان کې دی، د ورځې له افغان سیاستوالو او عادي وګړو سره سولې ته د رسېدو په اړه سلامشورې کوي. 

هغه تراوسه څه باندې شپږ ځله له طالب استازو سره لیدلي دي. تمه کېږي چې د سفر په دغه پېر کې هم په دوحه کې له طالب استازو سره وویني.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D9%84%D9%87-%D8%B3%DB%8C%D9%85%D9%87-%DB%8C%DB%8C%D8%B2%DB%90-%D8%A7%D8%AC%D9%85%D8%A7%D8%B9-%D9%BE%D8%B1%D8%AA%D9%87-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D8%AA%D9%87-%D8%B1%D8%B3%DB%90%D8%AF%D9%84-%D8%A8%D9%87-%DA%89%DB%90%D8%B1-%D9%88%D8%AE%D8%AA-%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%B3%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading