بازتاب نیوز

د پاکستان د سفارت د ساتونکې قطعې مشر ونیول شو

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د سفارت د ساتنې قطعې مشر د خلګو د ځورونې په تور نیول شوی.

هشت صبح ورځپاڼه د کورنیو چارو وزارت د ویاند «نصرت رحیمي» له قوله لیکي چې، محمد اجان چې د پاکستان د سفارت د ساتونکې قطعې مشري په غاړه لري د سفارت مخته د خلګو د ځورونې په تور نیول شوی ، قضیه یې جریان لري او جدي چلند به ورسره وشي».

رحیمي زیاتوي « له دې وروسته د پولیسو صفونه د هغو خلګو له شتون څخه پاکېږي چې د پولیسو له یونیفورم څخه ناوړه ګټه اخلي».

د پاکستان د سفارت د ساتونکې قطعې مشر وروسته له هغه نیول کېږي چې، نن ورځ په ټولنیزو رسنیو باندې د سفارت له مراجعینو سره د نوموړي د بد چلند ویډیو خپره شوه.

په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې محمد اجان د سفارت مخته سپین ږیري ټیله کوي او تر منځ یې یو سپین ږیری په ځمکه غورځوي.

د پاکستان سفارت مخته له مراجعینو سره  د بد چلند خبر لومړی نه دی، تر دې وړاندې هم د یاد سفارت  د ساتونکو له لوري د رشوت اخستلو او له مراجعینو سره د بد چلند راپورونه ورکړل شوي او ادعا شوې چې د ساتونکې قطعې پولیس له لوړ پوړو چارواکو سره اړیکې لري او د هغوی لپاره له مراجعینو پیسې راټولوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/146221/%D8%AF-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%B3%D9%81%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%AF-%D8%B3%D8%A7%D8%AA%D9%88%D9%86%DA%A9%DB%90-%D9%82%D8%B7%D8%B9%DB%90-%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D9%88%D9%86/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading