بازتاب نیوز

طالبان: داعش ډله د امریکا له مرستو تمویلېږي او هغوی ته هيڅ خطر نه لري

٢٤ غبرګولی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول د امریکایي جنرالانو له لوري د داعش د ستر قوت ښودلو هڅې کېږي حال دا چې داعش هیڅ ستر قوت نه دی او د امریکا له مرستو برخمنه یوه ډله ده.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قومندان (جنرال فرنک مکنزي) په المان هیواد کې له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې په افغانستان کې داعش لوی خطر دی او ګواکې امریکا ګواښي، دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د داعش په نامه را پیدا شوې فتنه او پديده چې له لومړۍ ورځې څخه له امریکايي مرستو برخمنه ده، هيڅ لوی قوت نه دی چې تهدید وبلل شي».

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «د اسلامي امارت مجاهدینو او افغان اولس د داعش په وړاندې کلک مقاومت کړی، د هیواد له اکثرو برخو څخه يې د داعش په نوم فتنه له بیخه ایستلې، خو د هیواد په شرقي سیمو کې د امریکايي اشغالګرو عسکرو د هوايي ځواکونو په مرسته او د کابل ادارې د استخباراتي کومک له امله د داعشي فتنې یوه کوچنۍ ډله لا شتون لري.

د خبرپاڼې له مخې طالبان همدا شېبه د داعش په وړاندې په عملیاتو بوخت دي خو امریکايي لوری ددې عملیاتو په مقابل کې خنډونه جوړوي او د طالبانو کرښې بمباروي «د اسلامي امارت مجاهدین همدا اوس د ننګرهار په داعش ځپلو سیمو کې عملیات پيل کړي، ترڅو مظلوم ولس د داعشي فتنې له شرڅخه وژغوري، خو امریکايي اشغالګر عسکر او د هغوی کورنۍ غلامان وخت په وخت د مجاهدینو په نظامي کرښو باندې بمبارونه کوي، چاپې وهي او مزاحمت خلقوي، ترڅو د داعشیانو د يومخ ورکیدو مخه ونیسي او هغوی ته د ساه کښلو فرصت ورکړي».

طالبانو په پای کې د امریکایانو شتون د داعش په څېر ډلو د زېږېدو لامل بللی او په وینا يې، امریکا له داعش ډلې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/146224/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%A7%D8%B9%D8%B4-%DA%89%D9%84%D9%87-%D8%AF-%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7-%D9%84%D9%87-%D9%85%D8%B1%D8%B3%D8%AA%D9%88-%D8%AA%D9%85%D9%88%DB%8C%D9%84/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading