بازتاب نیوز

ننګرهار کې ترافیکي پیښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

٢٦ غبرګولی ١٣٩٨ خبرگزاری خاورمیانه

د ننګرهار چارواکي وایې د ننګرهار  مرکز اړوند غازي امان الله خان ښارګوټي سره نږدې  د ترافيکي پېښې له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او څلور ټپيان شوي دي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ دننګرهار ولایت مطبوعاتي د فتر وایې د  ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار نهمې ناحيې اړوند غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه نن  یکشنبه د غبرګولي په ( ۲۶)  نیټه سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د مارسډیز   او الټو موټر د جنګيدو په پېښه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او څلور تنه نور ټپیان شوي.

د نهمې حوزې پولیسو د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د يوې ماشومې په ګډون درې تنه مړه شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ليږدول شوي، چې روغتيايي وضعيت يې نازک ښودل شوی دی .

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم د کابل جلال اباد په لویه لاره د لغمان وریښمین تنګي سیمه کې یو موټر سیند  ته غورځیدلی و چې په کې څلورو  تنو خپلو ژوند له لاسه ورکړی.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1398/03/26/%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AA%D8%B1%D8%A7%D9%81%DB%8C%DA%A9%D9%8A-%D9%BE%DB%8C%DA%9A%DB%90-%DB%B7-%D8%AA%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%85%D8%B1%DA%AB-%DA%98%D9%88%D8%A8/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading