بازتاب نیوز

ورځپاڼې: پر طالبانو د چین اغېز ډېر شوی

٢٩ غبرګولی ١٣٩٨ بی بی سی

ډيپلومات مجلې د افغان سولې بهير بېلابېلو اړخونو ته کتنه کړې. مجله وايي دا چې امريکا نه ده توانېدلې د خبرو په بهير کې له افغان حکومت سره د ناستې په تړاو د طالبانو دريځ بدل کړي، د مجلې په خبره دا يې ناکامي ده.

خو زياتوي د سولې په خبرو کې د ځنډ يا ټپ ولاړ حالت اصلي لامل له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو څرگند مهالوېش دى.

داسې نه پرېښي چې د مجلې په وينا دا په ټپ ولاړ حالت دې راتلونکو اوونيو يا مياشتو کې بدل شي.

ليکوال وايي اوس په افغانستان کې نړيوالې ټولنې سره د دغه هېواد د اړيکو ساتلو په برخه کې دوه ستر بلاکونه رامنځته شوي. يو يې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت دى چې ډېر په امريکا تکيه دى.

خلیلزاد: د سولې د هر اړخیزې هوکړې په لټه کې یوو

سرچینې: ملابرادر د سولې خبرو اترو لپاره چین ته تللی دی

ولسمشر غني: افغان سولې لپاره دې نړیواله او سیمه ییزه ټلواله جوړه شي

بل طالبان او ځينې نور افغان سياسي ډلې دي چې له ځينو سيمه ييزو هېوادونو سره د ډيپلوماتيک اړيکو په جوړولو بوختې دي.

مجله چين ته د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي سفر ته هم اشاره کوي او وايي له دې څرگندېږي چې په افغانستان کې کې او پر طالبانو څومره د چين اغېز ډېر شوى.

ورځپاڼه وايي د پوهېدو وړ خبره د ه چې د افغانستان کورنى سياست يو ځل بيا بېلابېلو کورنيو او نړيوالو ځواکمنو لپاره د سيالۍ په ډگر بدل شوى.

گارډين ورځپاڼې د افغانستان او انگلستان ترمنځ پرونۍ لوبې ته کتنه کړې او وايي چې افغانستان پرون ٢٤٧ منډې جوړې کړې چې په نړيوالو اتلوليو کې يې تر اوسه تر ټولو ډېرې منډې دي او دا د ناهيله کوونکو سياليو په لړۍ کې افغان لوبډلې لپاره يوه کوچنۍ ډاډ گيرنه ده.

ورځپاڼه وايي سره له دې چې د انگلستان د توپ اچونې له ٢٠ اوور وروسته پايله مالومه شوې وه خو انگلستان لوبډلې د لوبې په ډگر کې ډسېپلين انضباط ډېر ښه رعايت کړ.

برتانوۍ سن ورځپاڼې ليکلي چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځينې غړي مانچستر کې په يوه لفظي شخړه کې ښکېل شوي و چې سيمې ته پوليس هم ورغلل. ورځپاڼه وايي پېښه تېره دوشنبه شپې مهال له انگلستان سره له سيالۍ يوه شپه وړاندې رامنتځه شوه.

ادعا کېږي چې په يوه رستورانت کې له يوه ولسي سړي سره د افغان لوبغاړو ټکر هغه مهال پېښ شو چې هغه د دوى فلم اخيست او دوى يې مخالفت وکړ، سيمې ته پوليس وبلل شول خو پوليسو څوک و نه نيول.

ورځپاڼه وايي د مانچستر ښار پوليسو د يوې وينا پاڼې له لارې تاييد کړه چې پوليس د شپې په يوولسو بجو او ١٥ دقيقو د پېښې ځاى ته ورغلل. څوک نه و ژوبل شوي او هېڅوک نه دي نيول شوي او همداراز پلټنې دوام لري.

پاکستانۍ د نيوز ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي په وينا ليکلي چې بريتانيا له دغه هېواده د زرگونو هغو پاکستانيانو د منلو غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې د خپلې ويزې د مودې له پوره کېدو وروسته پاتې دي خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د يوه مناسب تړون نشتوالي له امله يې د بريتانيا حکومت بېرته نشي استولى.

ښاغلي قريشي ويلي د دغه راز يوه تړون چې د بېرته منل کېدو تړون نومېږي لاسليک کول به هغو پاکستانيانو سره مرسته وکړي چې غواړي بريتانيا ته چکر يا کار لپاره راشي خو ورته ويزه نه ورکول کېږي، ځکه د دغه هېواد چارواکي له احتياطه کار اخلي.

ښاغلي قريشي ويلي د دغه تړون په تړاو خبرې پيل شوې.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48686778

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading