بازتاب نیوز

هلمند کې د ملی امنیت له لوری یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری آژانس: د ملی امنیت سرتیرې د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې یو ځانمرګی بریدګر ته نیولی دی. د ملی امنیت رسنیو دفتر خبرپاڼه چې نن پنجشنبی ورځ د کب ۲۶ مه خپاره شوی دی، راغلی، په لښکرګاه ښار کې یو طالب ځانمرګی بریدګر چې سید نبی نومیږی او د جیلانی زوی دی، د ملی امنیت سرتیرو له لوری، نیول شوی دی. په خبرپانه راغلی، دغه ځانمرګی بریدګر اعتراف کړی چې د ځانمرګی برید زده کړې یې د پاکستان خاوره د ځانمرګو د روزلو په یوه مدرسه کې زده کړې او له زده کړو وروسته په هلمند ولایت کې د طالبانو د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو د یو تن طراح ملا عباس له خوا په هلمند کې د برید په موخه را استول شوی و. خبرپاڼه زیاتوی چې دغه بریدګر ویلی چې د طالبانو د قوماندان ملا عباس له خوا هڅول شوی وو چې د لښکرګاه ښار په یو له ګڼې ګوڼې ډکه برخه کې ځانمرګی برید وکړی. The post هلمند کې د ملی امنیت له لوری یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1395/12/26/the-taliban-group-one-suicide-bomber-arrested-by-nds-in-hemand-province/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading