بازتاب نیوز

افغانستان کې تسلیم شوي داعشیان څه شول؟

٣٠ غبرګولی ١٣٩٨ بی بی سی

افغان حکومت ته په شمال کې له ۱۵۰ د ډېرو داعش غړو له تسلیمېدلو ۱۱ میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم د برخلیک کوم خبر نشته.

د افغان پوځیانو او داعشیانو د مخ کېدو یوه بې ساري صحنه. د تېر دوبي منځنیو کې پوځي چورلکو هغه تسلیم شوي کسان چې د داعش غړي بلل کېدل د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د جګړې له ډګر د طالبانو له شر وژغورل او د ولایت مرکز شبرغان ته یې ولېږدول.

دغه کسان چې ښځې او ماشومان یې هم ور سره و چارواکو یې داسې تود هرکلی وکړ لکه د سولې بهیر سره چې یو ځای شوي وي.

د دې ډلې مشر مولوي حبیب الرحمن هغه مهال وویل، له جګړې ستړی او عادي ژوند ته د ستنېدو لپاره له دولت سره یو ځای شوي دي‎:

"ځکه له احساساتو سره راوتلي و، خو اوس یو مخ له جګړې ستړي یو، نه غواړو بیا غونډۍ په غونډۍ جکړه وکړو اوس که حکومت غواړي د حکومت په چوکاټ یا غواړو د یو عادي وګړي په حیث ژوند وکړو".

له ځايي چارواکو سره سیلفي

خو ډېر ژر دا حالت بدل شو- له ځايي چارواکو سره د سیلفي اخیستلو او تاوده هرکلي په وروستيو کې د فاریاب ولایت د مقام دا ځانګړي مېلمانه په جنایتکارو جنګي بندیانو بدل او کابل ته ولېږدول شول.

کابل ته د دوی تر لېږد وروسته د حکومت اجرایه رییس د وزیرانو غونډه کې وویل چې د داعش د دغو وسلوالو قضیه له نورو تسلیم شویو سره توپیر لري:

"له هغوی سره جګړه کې د نیول شویو بندیانو په څېر چلن کېږي، تسلیمي په دې مانا نه ده چې هغوی جنایت وکړي او بیا چې بده ورځ پرې راشي دولت ته راشي، پنا ور کړل شي او له جنایت یې سترګې پټې شي. دا هم د سرپل د خلکو اندېښنه وه، ځکه هغوی د دې خلکو د جنایتونو شاهد وو".

وسلوال بندیان لکه زرګونه طالب او سلګونه داعش اړوند وسلوال له محاکمې او پلټنو وروسته د بګرام او څرخي پله زندانونو کې ساتل کېږي، خو کابل ته د مولوي حبیب الرحمان او د هغه د ملګرو تر لېږد نژدې کال وروسته هم کومه حکومتي اداره د دې ډلې د برخلیک په هکله خبرو ته تیاره نه ده.

د افغانستان د ملي امنیت اداره کې سرچینو بي بي سي ته وویل چې د درزاب داعشیان له همغه پیل تر اوسه د دې ادارې په بند کې دي.

موږ د لیک له لارې له دې ادارې وغوښتل چې له دې وسلوالو سره د لیدلو او مرکې زمینه راته برابره کړي، خو له اونیو هڅو، تعقیب او بیا بیا اړیکو سره سره مو ځواب ترلاسه نه کړ.

په ورته مهال ملي امنیت ځینې رسنیو ته د داعش له نورو هغو وسلوالو سره د لیدلو او خبرو اجازه ور کړې چې د دې ادارې په بند کې دي، خو داسې ښکاري د مولوي حبیب الرحمن او ور سره کسانو قضیه چې له دولت سره یو ځای شوي ډېره پټه ده.

د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون یواځنۍ ناحکومتي سرچینه چې د درزاب له تسلیم شویو داعشیانو سره یې لیدلي دی.

د دې کمېسون اجرايي مشر موسی محمودي بي بي سي ته وویل، چې مولوي حبیب الرحمن او ملګري یې د ملي امنیت سره بندیان دي او اوس ښه وضعیت لري.

لا هم روښانه نه ده چې افغان حکومت به له هغو داعش وسلوالو سره چې ویل یې د سولې بهیر سره یو ځای شوي څه ډول چلن وکړي او څه برخللیک به ولري.

فرید غرنی مو چې له نهو کلونو راهیسې د بګرام عدلي او قضايي مرکز کې مدافع وکیل دی وپوښت چې د ملي امنیت محبس کې جنګي بندیان په تېره د داعش غړي حقوقي خدمتونو ته لاسرسی لري که نه؟

"زه غواړم ډاډ درکړم چې کمېسون د دوی وضعیت څاري، په دې هکله کوم شکایت نشته، تراوسه انساني چلن ور سره کېږي، ځینې مسلې دي چې موږ د دوی د ځواب ویلو لپاره له دولت سره تر سره کړې دي".

بیا مو جوزجان ته مخه کړه چې د دوی د برخلیک یا پرمختګ په هکله د ورکې ماشوړې سر پیدا کړو.

ویل کېږي چې د ملي امنیت ادارې سره د داعش نژدې څلور سوه غړي بندیان دي چې ۱۳۰ پکې بهرنیان دي.

د جوزجان والي لطف الله عزيزي بي بي سي ته وویل، مولوي حبیب الرحمن او له ده سره نور داعش وسلوال چې حکومت ته تسليم شوي و د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي او مېرمنې او ماشومان یې له ارزونو رووسته خپلوانو ته وسپارل شول:

"د دوی ۲۰ کسان چې د کورنۍ غړي یې دي ښځې او ماشومان دي، اولیا یا د کورنۍ مشران یې را وبلل شول، هغوی ته تسلیم شول، دوی د مختلفو سیمو وو، دا چې د کورنیو مشران یې بندیان شول او یا داسې ځای کې دي چې د کورنۍ سرپرستي یې دلته نشوه کېدلی ځکه یې د کورنیو مشرانو ته وسپارل شول".

د افغانستان شمال کې د داعش د مشر قاري حکمت الله تر وژل کېدو وروسته تېر کال مولوي حبیب الرحمن د هغه ځایناستی شو، خو د دوو میاشتو تېرېدو او د کلابندۍ سختېدو پسې له خپلو ملګرو سره حکومت ته تسلیم شو.

له هغه وروسته افغان حکومت وویل چې د افغانستان په شمال کې د داعش فعالیت ختم شو، خو لا هم روښانه نه ده چې مولوي حبیب الرحمن او ملګري به یې څه برخلیک ولري.

د دې ډلې سلګونو وسلوال په هوايي بریدونو کې ټپي یا ووژل شول او ځینې یې هم د بهرنیو وګړو په ګډون د حکومت لاس ته ورغلل. اوس ویل کېږي چې د ملي امنیت ادارې سره د داعش نژدې څلور سوه غړي بندیان دي چې ۱۳۰ پکې بهرنیان دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48702208

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0