بازتاب نیوز

په تېرو ۲۴ساعتونو کې د ځانګړو ځواکونو د هوایي بریدونو پر مهال ۲۳ وسله وال وژل شوي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

نظامي چارواکي وایي د هېواد په څو

ولایتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر لړ کې د هوایي هدفمنده حملو پر مهال ۲۳ طالب وسله

وال وژل شوي دي.

خامه پریس خبري اژانس ته د را استول

شوې خبر پاڼې له مخې د دې هوایي عملیاتو پر مهال، د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې ۳

طالب وسله وال، د بادغیس ولایت په غور ماچ ولسوالۍ کې ۸ طالب وسله وال، د تخار

ولایت په نمک آب ولسوالۍ کې ۲ طالب جنګیالي، د میدان وردګ ولایت په سید اباد

ولسوالۍ کې ۲ طالب وسله وال، د هرات ولایت په فارس ولسوالۍ کې ۴ طالب جنګیالي او د

پروان ولایت په ساه ګرد ولسوالۍ کې ۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/21415

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading