بازتاب نیوز

د بشري حقونو د څار سازمان: 'افغان ځانګړي ځواکونه دې د ولسي وګړو په وژلو محاکمه شي'

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ بی بی سی

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، هغه افغان کومانډویان باید محاکمه شي، چې د میدان وردګو ولایت پر یوه روغتون د یوې شپنۍ چاپې پرمهال یې څلور ولسي وګړي وژلي دي.

د فرانسې د خبري اژانس له قوله څو عیني شاهدانو د چنګاښ د ۱۷مې شپې د پېښې په اړه سازمان ته د خپلو سترګو لیدلی حال ویلی دی.

په دې اړه د اژانس په رپوټ کې راغلي، چې ځانګړو ځواکونو د یوې کورنۍ مشر وواژه او وروسته یې د درېیو نورو کسانو لاسونه وتړل او له ځانه سره یې بوتلل، وروسته ددغو درېیو کسانو مړي، چې یو یې د روغتون کارکوونکی، بل یې د روغتون ساتونکی او درېیم یې د یوه ناروغ د کورنۍ غړی و، وموندل شول.

تر چاپې وروسته د میدان وردګو والي مظفر الدین یمین هم بي بي سي ته ویلي وو، چې د دایمیرداد ولسوالۍ سیدانو تنګي کې شپني عملیات شوي او څلور روغتیايي کارکوونکي پکې وژل شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د چارو مشرې پاتریشا ګوسمن ویلي: "پر روغتیايي بنسټونو برید د جګړې له قوانینو سرغړونه ده او که عاملان یې مجازات نه شي، دا ډول وضعیت به دوام ومومي. د افغانستان حکومت باید هغه قومندانان او سرتېري تر عدلي څار لاندې ونیسي، چې د برید امر یې ورکړی او برید یې کړی."

تر اوسه د افغانستان د دفاع وزارت او په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د بشري حقونو د څار سازمان د دغې غوښتې لپاره غبرګون نه دی ښودلی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا په دې چاپه کې د افغان ځواکونو ملاتړي امریکايي ځواکونه هم ښکېل و او که نه.

په ۲۰۱۶ کال هم په میدان وردګو کې د سویډن کمېټې له خوا پر اداره کېدونکي روغتون ورته برید وشو، چې د برید مسؤولیت پر نړیوالو ځواکونو واچول شو. په هغه برید کې درې کسان وژل شوي وو.

په میدان وردګو کې د سیدانو تنګي پر روغتون برید په قطر کې د طالبانو او له کابله د ورغلي پلاوي ترمنځ تر خبرو څو ساعته وروسته وشو، چې په پرېکړه لیک کې یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48973343

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading