بازتاب نیوز

کورنیو چارو وزارت له لرې پرتو سیمو «امنیتي پوستې» راټولوي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، پریکړه یې کړې له لرې پرتو او له فوځي ارزښته د بې برخو سیمو امنیتي پوستې راټولوي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي سلاکار «خوشال سادات» وایي، له فوځي ارزښت څخه د بې برخو لرې پرتو سیمو امنیتي پوستې راټولوو او په سترو امنیتي مرکزونو کې یې ځای په ځای کوو.

سادات زیاته کړه «له دې ګام څخه مو موخه داده څو پوستې په سترو امنیتي مرکزونو واوړي، د لرې پرتو سیمو پوستې امنیتي ځواکونو ته زیات تلفات لري او اوس هغه سیمې چې د طالبانو له شتون څخه خلاصې شوې امنیتي ځواکونه او پولیس یې په ګډه ساتي.»

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال د لرې پرتو سیمو امنیتي پوستې راټولوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي جنرال «سکاټ میلر» په پرلپسې ډول له بېلابېلو ولایتونو لیدنه کړې او د امنیتي چارواکو سره په ګډه یې ددې ولایتونو امنیتي وضعیت ارزولی.

د شنونکو په باور، له لرې پرتو سیمو څخه د امنیتي پوستو راټولول، د سیمو په ساتنه کې د ګډ حکومت د امنیتي سکتور بې وسي ښيي او ددوی دا ګام به د طالبانو د واک ساحه نوره هم پراخه کړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/148018/%DA%A9%D9%88%D8%B1%D9%86%DB%8C%D9%88-%DA%86%D8%A7%D8%B1%D9%88-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%84%D9%87-%D9%84%D8%B1%DB%90-%D9%BE%D8%B1%D8%AA%D9%88-%D8%B3%DB%8C%D9%85%D9%88-%D8%A7%D9%85%D9%86/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading