بازتاب نیوز

هرات کې د طالبانو د ۲ تش په نامه ولسوالانو په شمول۴۱ طالب وسله وال وژل شوي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

دفاع وزارت

وایي د هرات په اوبې ولسوالۍ کې یې د هوايي صرباتو او ځمکني چاڼیزو عملیاتو پر

مهال د طالبانو له لوري د شینډنډ او پشتون زرغون ولسوالیو لپاره د تش په نامه

ولسوالانو په ګډون ۴۱ طالب ترهګر وژلي دي.

د دفاع

وزارت له لوري په خپره شوې خبر پانه کې ویل شوي چې دغه عملیات د هرات ولایت په

اوبې ولسوالۍ کې تر سره شوي چې پر مهال یې د ملانجیب الله، چې د شینډنډ ولسوالۍ

لپاره تش په نامه ولسوال وو، او صفي الله، چې پشتون زرغون ولسوالۍ لپاره تش په

نامه ولسوال وو، په ګډون ۴۱ طالب وسله وال وژل شوي دي.

وسله والو

طالبانو تر دې مهاله دوی ته په هرات ولایت کې، د حکومت له لوري د دومره زیاتو

تلفاتو د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/21418

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading