بازتاب نیوز

ناټو وایي، نن سهار په افغانستان کې یو امریکایي عسکر وژل شوی

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

په

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت( ناټو) ځواکونو له رسنیز دفتره په خپره شوې

اعلامیه کې نن سهار په افغانستان کې د یوه امریکایي عسکر د وژل کیدو خبر ور کړل

شوی دی.

په هېواد

کې میشت ناټو ځواکونو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د دې امریکایي عسکر د وژل کیدو

پیښه تائید کړې خو د ځای او څرنګوالي په اړه یې نور څه نه دي ویلي.

په خبر

پاڼه کې ویل شوي چې د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې تر ۲۴ ساعتونو پورې د

دې وژل شوي امریکایي عسکر نوم نه خپریږي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د دې وژل شوي سرتیري نوم به له ۲۴ ساعتونو وروسته خپور شي.

وسله والو

طالبانو په ځانګړې ډول د دې امریکایي عسکر د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي خو د

باګرام په هوایي ډګر یې د را کیټونو د ور توغولو ادعا کړې ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/21421

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading