بازتاب نیوز

افغانستان کې یو امریکايي عسکر وژل شوی

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پریکنده ملاتړ ماموریت یا ناټو ویلي چې په افغانستان کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی دی.

ناټو تر دې دمه د پېښې په اړه جزییات او چې چېرته یاد امریکايي عسکر وژل شوی معلومات نه دي ورکړي.

ناټو ویلي چې د امریکا د دفاع وزارت د سیاست پر اساس امریکايي عسکر چې په جګړه کې وژل کیږي نومونه يې د ۲۴ ساعتونو او تر څېړنو وروسته خپریږي.

د روان کال د چنګاښ په ۵مه هم دوه امریکايي عسکر افغانستان کې وژل شوي وو.

د روان زیږدیز کال په ترڅ کې تر دې دمه ۱۰ امریکايي عسکر وژل شوي دي. د راپورونو پر اساس د امریکايي یرغل وروسته تر دې دمه ۳ زره او ۵۶۱ بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي چې ۲ زره او ۴۱۹ یې امریکايي دي.

تېر کال یواځې ۱۵ امریکايي عسکر وژل شوي وو.

د راپورونو پر اساس اوسمهال په افغانستان کې ۱۶زره بهرني ځواکونه د پریکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې میشت دي. دوی د نظامي عملیاتو سربېره د افغان امنیتي ځواکونو روزنه هم کوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/148020/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%90-%DB%8C%D9%88-%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D8%B9%D8%B3%DA%A9%D8%B1-%D9%88%DA%98%D9%84-%D8%B4%D9%88%DB%8C/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading