بازتاب نیوز

په جوزجان او بلخ ولايتونو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په جوزجان او بلخ ولايتونو كې د افغان ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په مهال ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د جوزجان په قرقين ولسوالۍ كې د افغان سرتېرو د نښتو او هوايي بريدونو په ترڅ كې د درېيو قوماندانانو په ګډون، چې هويت يې معلوم نه دى، ۲۰ طالبان وژل شوي دي.

هغه هلته د يوه امنيتي سرتېري وژل كېدل او د درېيو نورو ټپي كېدل هم تاييد كړل.

بل پلو د رضايي په خبره، تېره ورځ له غرمې وروسته د بلخ د چهاربولك ولسوالۍ په اِيلَمان كلي كې د افغان ځواكونو په هوايي بريد كې ۱۰ طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو په بلخ كې د خپلو ملګرو مرګ ژوبله رد كړې، خو په جوزجان كې د شوو نښتو او هوايي بريدونو په تړاو يې څه نه دي ويلي.

 

The post په جوزجان او بلخ ولايتونو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/07/13/%D9%BE%D9%87-%D8%AC%D9%88%D8%B2%D8%AC%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%88-%D8%A8%D9%84%D8%AE-%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%8A%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%83%DB%90-%D9%84%D8%B3%DA%AB%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%88%D8%B3%D9%84/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading