بازتاب نیوز

په ننګرهار كې د پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه شوې

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د چسپكي ماين چاودنې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل اډې ته څېرمه د پنځمې امنيتي حوزې د پوليسو په رېنجر موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه کړې، چې له كبله يې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.

د يادې پېښې مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

The post په ننګرهار كې د پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه شوې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/07/13/%D9%BE%D9%87-%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%83%DB%90-%D8%AF-%D9%BE%D9%88%D9%84%D9%8A%D8%B3%D9%88-%D9%BE%D8%B1-%D8%B1%DB%90%D9%86%D8%AC%D8%B1-%D9%85%D9%88%D9%BC%D8%B1-%D8%AF-%D9%85/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading