بازتاب نیوز

چين په تايوان د امريكايي وسلو د پلور په اړه غبرګون وښود

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د كليد ګروپ

چين اعلان كړى، پر هغو ټولو امريكايي شركتونو به بنديزونه ولګوي، چې په تايوان وسلې او پوځي تجهيزات پلوري.

امريكا د تايوان له لوري د څه باندې دوه ميليارد ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځي تجهيزاتو د پېرودلو وړانديز تصويب كړى دى.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په تايوان د وسلو پلورل به د بيجينګ ملي امنيت او حاكميت له خطر سره مخ كړي.

د امريكا د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ۱۰۸ ټانكونه، ۲۵۰ د الوتكې ضد راكټونه او ۱۵۰۰ د ټانك ضد راكټونه به په تايوان وپلوري.

تايوان په ۱۹۴۹م ميلادي كال كې له چينه جلا شو، خو بيجينګ دا كورواكه جزيره د خپل قلمرو برخه بولي.

The post چين په تايوان د امريكايي وسلو د پلور په اړه غبرګون وښود appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/07/13/%DA%86%D9%8A%D9%86-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D8%A7%D9%8A%D9%88%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%A7%D9%85%D8%B1%D9%8A%D9%83%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D9%88%D8%B3%D9%84%D9%88-%D8%AF-%D9%BE%D9%84%D9%88%D8%B1-%D9%BE%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading