بازتاب نیوز

د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د پاکستان فضا د بندیدو له کبله ورته ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسیدلی

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د ترانزیتي پروازونو پر مخ د پاکستان هوايي حریم د بندیدو له کبله ورته په تېرو  څلور نیم میاشتو کې ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسیدلی دی.

د ملکي هوايي چلند ادارې رییس محمدقاسم وفايي زاده نن شنبه په یوه خبري ناسته کې وویل چې د پاکستان د فضا ختیځ لوری د افغانستان د ترانزیتي پروازونو په شمول د ټولو پروازونو پر وړاندې بند دی او تر دې دمه نه دی خلاص شوی.

هغه وویل چې د فرورۍ د میاشتې د ۲۸مې راهیسې دغه بندیز روان دی چې له کبله یې افغان اتباع اوس مجبور دي د دوه ساعتونو لاره په شپږ ساعتونو کې طی کړي. هغه همدا راز د بدیلو لارو د ایجاد په اړه هم خبر ورکړ او په وینا يې چې دې برخې ته پاملرنه زیاته شوې څو په اینده کې نورې ستونزې پېښې نشي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د پاکستان د فضا د بندیدو له کبله پر افغانستان تیریدونکي ترانزیتي پروازونه هم کم شوي چې له کبله یې افغانستان ته هم مالي زیان رسیدلی دی.

که څه هم افغانستان هند ته د تګ راتګ لپاره د ایران له لارې پروازونه پیل کړل خو دغه لاره نه یواځې دا چې اوږده ده بلکې مصارف یې هم زیات دي.

پاکستاني چارواکو  د افغان لوري سره په لیدنو کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان پر مخ به خپله فضا خلاصه کړي خو تر دې دمه يې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

پاکستان پرون د هند د غوښتنې سربېره د پنځم ځل لپاره د فضا د بندیدو تاریخ د جولايي د میاشتې تر ۲۶ پورې تمدید کړ. پاکستان وايي تر هغه به خپل هوايي حریم خلاص نه کړي تر څو هند د دې ژمنه وکړي چې نور به تشدید نه کوي او خپل جنګي الوتکې به چې پاکستان سرحدونو سره نېږدې ځای پر ځای شوي بېرته شاته بوځي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/148023/%D8%AF-%D9%85%D9%84%DA%A9%D9%8A-%D9%87%D9%88%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%DA%86%D9%84%D9%86%D8%AF-%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D9%88%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%DA%86%DB%90-%D8%AF-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading