بازتاب نیوز

راشد خان ته د مينه والو تُند غبرګونونه

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ پژواک خبري اژانس

کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٨): له اوږدو ناندريو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ، راشد خان د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکلى دى.

له نړيوال جام مخکې ګلبدين نايب د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، خو راشد خان او محمد نبي ورسره کلک مخالفت وکړ او په ټويټر کې يې خپل غبرګون وښود، د همدغه مخالفت او د لوبغاړو ترمنځ د اختلافاتو له امله په نړيوال جام کې ملي لوبـډله ښه ونه ځلېده.

تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ په يو خبري کنفرانس کې راشد خان د ټسټ، يو ورځنيو لوبو او شل اووريزو سياليو لپاره د ملي لوبدلې کپتان او اصغر افغان يې مرستيال وټاکلو.

له يادې پرېکړې وروسته راشد خان په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د يوه پوسټ له لارې له کرکټ بورډ څخه مننه کړې چې پر ده يې باور وکړ او د کپتان وټاکه.

هغه زياته کړې: ((له خپل وطن او ولس سره ژمنه کوم چې د افغانستان د کرکټ د لا ښه کېدو لپاره به شپې او ورځې هلې ځلې کوم. همدا افغانستان دی چې موږ ته يې نوم او عزت راکړی دی.))

راشد خان له پخواني کپتان ګلبدين نايب او نورو لوبغاړو هم مننه کړې ده چې د ده ملاتړ يې کړى دى.

راشد خان د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې سلګونه زره مينه وال لري، خو د ګلبدين نايب د کپتان کېدو مخالفت او ټويټونو په کولو سره يې په افغانستان کې مينه وال کم او په دې وروستيو کې پرې نيوکې هم زياتې شوې دي.

هغه چې پرون تر کپتان کېدو وروسته کوم پوسټ کړى، پر هغه تر اوسه تر لسو زرو ډېرو کسانو کمېنټونه کړي چې ډېرو يې پر راشد خان سختې نيوکې کړې دي.

د کرکټ يوه مينه وال ميرويس عمرخېل راشد خان ته په ځواب کې ليکلي: ((له شک پرته د کرکټ په نړيوال جام لوبو کې څو لوبغاړ د شخصي ګټو او ډل ډلبازۍ لپاره ان د افغانستان د نوم او عزت سره ستر خيانت ترسره کړل.

که دغه کار د کوم بل هېواد لوبغاړو کړی وای، د ملي خيانت په جرم به له سختو مجازانو سره مخ کېدل، خو له بده مرغه دلته لکه سياست زموږ کرکټ هم د نامشروع مصلحتونو قرباني شو او خلکو هم د ملي ارزښتونو ساتلو په تړاو چندان شعوري غبرګون ونه ښوده، که نه د ځينو لوبغاړو له خوا د شخصي ګټو لپاره د افغانستان نوم او عزت ته سپکاوی د بښلو وړ نه دی او نه به وي.))

بل مينه وال عطاءالله خوږياڼي ليکلي: ((لومړی خو د يو بانډ په توګه تاسې بريالي شوئ چې پر لوبډله خپل حاکميت ولرئ، ستاسې مقابل کسان که څومره هم ښه شي، مګر د تل لپاره به دا فاصلې شتون ولري.))

هغه زياته کړ، دويم دا چې وروستيو کې ستاسې خپله کارګردګۍ ورځ تر بلې خرابېږي، د لوبډل مشرۍ مسووليت سره به نور هم د خرابۍ پر لور ولاړ شئ او ګټلي ریکارډونه به له لاسه ورکړئ او یوه ورځ به مو په لوبډله کې هم ځای ونه شي.

د اسدالله ژمن په نوم يوه بل کس ليکلي: ((راشد د يو بانډ مشر وټاکل شو، خدای دې دومره شهرت چا ته نه ورکوي چې له ځمکې په هوا ګرځي.))

د نورالله افغان په نوم بل مينه وال راشد خان ته ليکلي: ((تا، اصغر او نبي له ۳۵ ميليوني ملت سره خيانت کړی دی.))

هغه ويلي: (( زه مو نشم بښلی، که حکومت مو بښي د دوی دا بښنه هم غندم. افغانستان نوم او حیثیت درکړ خو تاسو د وطن حيثيت ته لاړې ور تف کړې.))

د جانان خدرخېل په نامه يو تن مينه وال راشد خان ته ليکلي، اوس دې پخوانۍ خونده نشته، له ډېرو زړونو وتلی یې.

د کرکټ بل مينه وال غلام حسن عمر ليکلي: ((راشد خانه زه هم په خپل وار درته د مشعل په مافيايي يي ډله کی د شاملېدو مبارکي وايم، موږ په تاسو وياړو چې په نړیوال جام کې مو د افغانستان عزت په ډېر ښه قيمت خرڅ کړ، په راتلونکي کې درته د وطن پلورني په کار کی لا بريالیتوب غواړم.))

عبدالبصير سباوون بيا د راشد خان پر پوسټ د مشتاق رحيم پوسټ خپور کړى، مشتاق رحيم ليکلي: ((يعنې په نړيوال جام کې د يو شمېر لوبغاړو د خرابې لوبې لامل د اضغر له کپتانۍ څخه د لرې کېدو په سر خپګان و؛ يعنې دوی شخصي خپګان د افغانستان په ملي لباس کې چې د بيرغ حيثيت لري پاله؛ يعنې دوي ته شخصي غوښتنې له افغان او افغانستان مهمې وې؟  ايا د افغانستان په ملي لباس کې د شخصي غرض په خاطر سمه لوبه نه کول له هېواد سره غداري کې نه راځي؟))

هغه زياته کړې، که له دغه هېواد سره جفا ده نو ولې د دغو لوبغاړو نازونه منل کېږي؟ ايا دوی د کيون پيټرسن، هنسي کروني، سټيفن سمته، ډيویډ وارنر نه غټ لوبغاړي دي؟

سعدالله فطرت هم راشد خان ته ځواب ليکلى او وايي: ((د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ادرسه نړۍ وپېژندلې نړيوال شهرت يې درکړ او د افغانستان ارمان يې کړې، خو ته په لوټه وختې کشمير دې وليده.))

د کرکټ بل مينه وال افتخار احمد سمسور راشد خان مخاطب کړى او ورته يې ويلي: ((تاسې په نړيوال جام کې د هېواد پر ځای شخص ته وفادار پاتې شوئ،  تاسې ته هېواد نه، بلکې شخص ارزښت لري، تاسې همدا اوس د لوبډلې د يووالي پر ځای د اصغر په کپتانۍ ناندرۍ جوړې کړې.

هغه زياته کړې: ((کاش تا داسې نه وای کړي، د نبي په اړه خو موږ له پخوا پوهېدو، په تا مو باور درلود چې له ځوان لوبغاړو سره به کومک کوې او هيله مو ده چې تېرې غلطيانې په راتلونکي کې جبران کړې.))

د فريد سادات په نوم يوه مينه وال راشد خان ته ليکلي: ((راشد ګله! کاش هغه کار چې ګلبدین نن وکړ‎ او ستا ملاتړ‎ يې وکړ‎ تا او نبي ھم کړ‎ی وای، نو موږ‎ به د نړیوال جام ډېرې لوبې ګټلې واى، خو افسوس!))

فضل  ربي حميم ليکلي، مناسبه پرېکړه نه ده شوې؛ اوس په ثبوت ورسېده چې کرکټ بورډ د څو مشخصو افرادو له لوري محاصره شوی او په هېڅ صورت له خپلو شخصي ګټو نه تېرېږي.

سباوون ستوري مهيدي ليکلي، په نړیوال جام کې ستاسو وروستۍ کارکردګۍ دا ثابته کړه چې یو څوک د شخصي ګټو په خاطر د لسګونه ميلیونه وګړو له احساساتو سره لوبې کولای شي.

خو بل لور ته راشد خان د يادو نيوکو او څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/549732

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading