بازتاب نیوز

افغان ځواكونه څه باندې ۹۰ فيصده عملياتونه په خپلواكه توګه كوي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ملي دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو وتل به پر افغان امنيتي او دفاعي سرتېرو هېڅ اغېز ونه وكړي.

د دغه وزارت وياند فواد امان نن كليد ته وويل، دمګړۍ په هېواد كې څه باندې ۹۰ فيصده ځمكني او هوايي عملياتونه د افغان ځواكونو لخوا په خپلواكه توګه او له بهرنيو پوځي سلاكارانو سره له بشپړې وابستګۍ پرته ترسره كېږي.

د ده په وينا، د تېرو شاوخوا پنځو كلونو خلاف افغان امنيتي او دفاعي ځواكونه د بهرنيو سرتېرو له همكارۍ پرته له ترهګرو ډلو سره د مبارزې توان لري.

دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا د لوى درستيز چوكۍ ته كانديد مايك ميلي په دې وروستيو كې له افغانستانه تر وخت وړاندې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په تړاو خبردارى وركړى او دا كار يې يوه ستراتېژيكه تېروتنه بللې ده.

 

The post افغان ځواكونه څه باندې ۹۰ فيصده عملياتونه په خپلواكه توګه كوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/07/13/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DA%81%D9%88%D8%A7%D9%83%D9%88%D9%86%D9%87-%DA%85%D9%87-%D8%A8%D8%A7%D9%86%D8%AF%DB%90-%DB%B9%DB%B0-%D9%81%D9%8A%D8%B5%D8%AF%D9%87-%D8%B9%D9%85%D9%84%D9%8A%D8%A7%D8%AA/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading