بازتاب نیوز

ارګ: له بودیجوي اړخه راتلوونکو ټاکنو ته پوره چمتووالی لرو

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د امریکا غږ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بودیجوي لګښت ته یې پوره چمتووالی نیولی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون تېره اونۍ پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو لپاره د بودیجې د برابرولو غوښتنه وکړه.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال عارف صمیم د شنبې په ورځ د «چنګاښ پر۲۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې افغان حکومت په تازه ګۍ سره د راتلونکو ټاکنو د لګښت لپاره ۹۰ میلیونه ډالر بودیجه منظور کړې ده.

ښاغلي صمیم زیاته کړه چې پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو باندې ۱۴۹میلیونه ډالره لګښت راځي چې ۵۹ میلیونه یې د نړیوالو متحدینو او ۹۰میلیونه یې د افغان حکومت لخوا ځانګړې شوې ده.

هغه وویل:"حکومت چمتووالی نیولی دی، که تر دې اضافه بودجه هم پکار وي، حکومت چمتو دی ځکه ټاکنې یو ملي پروسه ده او حکومت لپاره یو ستر لومړیتوب دی، چې باید تر سره شي."

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال همدارنګه زیاته کړه چې مالیې وزارت هم د ټاکنو کمېسیونونو له مسؤلینو سره خبرې او په دې اړه یې پوره ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون تر دې مخکې د راتلونکو ولسمشریز ټاکنو د مدیریت او په ښه ډول د عملیاتي چارو تر سره کېدو لپاره پر وخت د بودیجې سپارولو غوښتنه کړې وه.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې د بودیجې سپارلو په اړه یې د مالیې وزارت لخوا ډاډ تر لاسه کړی دی:"د بودیجې په برخه کې د مالیې وزارت لخوا موږ ته ډاډ راکړل شوی دی. کومې اندېښنې چې موږ لرلې هغه اوس لیري شوي دي."

هغه وویل، نړیوالې ټولنې هم له خپل اړخه دوی ته د بودجې ورکولو په اړه ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د محمد اشرف غني او عبدالله په ګډون ۱۸تنه ورته کاندیدان دي ټاکل شوې د میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/afghanistan-presidential-election-/4998917.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading