بازتاب نیوز

د بادغیس په مرکز قلعه نو کې یوه هوټل ته ځانمرګي بریدګر ننوتلي دي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

2019-07-13 | 25 دقيقه مخکې

د بادغیس په مرکز قلعه نو کې څو تنه ځانمرګي بریدګر یوه هوټل ته ننه شوي دي او له هغه ځایه په عامو خلکو ډزې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، نن شنبه غرمه مهال شاوخوا ۱۲:۴۰ بجې د بادغيس ولایت په مرکز قلعه نو کې څو تنه ځانمرګي بريدګر يوه هوټل ته ننوتلي او له هغه ځایه په عامه خلکو ډزې کوي.

د رحیمي له قوله، پوليس سيمې ته رسېدلي او بريدګر يې محاصره کړي دي.

تردې دمه د پیښې د تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

بشپړ جزییات ډېر ژر ...

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38809-2019-07-13-09-19-26

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading