بازتاب نیوز

اتمر: له حکومته غواړو چې په ارګ او دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې، لګېدلي تورونه و څېړي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د

سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر نن د چنګاښ میاشتې په ۲۲مه په ارګ

او نورو دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې او  حکومتي ادارو کې د اخلاقي فساد په تړاو د لګېدلو

تورونو په اړه یوې اعلامیې کې له حکومت په کلکه غوښتي چې په ارګ او دولتي بنسټونو

کې د اخلاقي فساد او جنسي ځورونې لګېدلي تورونه و څېړي.

د

سولې او اعتدال ټیم له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:” له بده مرغه په دې

وروستیو کې د کورنیو او نړیوالو رسنیو له لوري داسي راپورونه خپاره شوي چې پر بنسټ

یې په دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې او اخلاقي فساد پر شتون ټینګار شوی دی.له

دې امله په ټولنه کې د دې مسئلې په اړه د خلکو اندیښنې زیاتي شوې دي. سره له دې چې

په ارګ او نورو حکومتي ادارو کې د جنسي ځورونو او اخلاقي فساد په تړاو د خپاره شوو

راپورونو وخت وتلی خو ډېر د خواشینۍ ځای دا دی چې حکومت تر دې مهال نه دی توانیدلی

چې دغه موضوع وڅیړي او زمونږ ولسونو ته قانع کوونکی ځواب ووایي”.

په

اعلامیه کې ویل شوي چې، د سولې او اعتدال ټیم په حکومتي ادارو کې د اخلاقي فساد او

جنسي ځورونې وحشتناکه پدیده په کلکو ټکو غندي او د یوې خپلواکې پلټونکې ډلې له

لوري د دې مسئلې د څېړنې غوښتنه کوي.

اعلامیه

کې ټینګار شوی لکه څرنګه چې، ځیني لوړ پوړي چارواکي په دې مسئله کې تورن دي، نو د

اخلاقي فساد د پیژندنې او له عاملینو سره یې د قانون چلن په خاطر اړتیا ده چې د

خلکو باور وړ خپلواک بنسټونه د دغو لګېدلو تورونو په اړه سپیناوی وکړي.

د

سولې او اعتدال ټیم مشر محمد حنیف اتمر په داسي حال کې د جنسي ځورونو د لګېدلو

تورنو په اړه، د څېړنو او سپیناوي غوښتنه کوي چې په حکومتي ادارو کې د جنسي ځورونې کیسې تر تېرې جوزا میاشتې پورې پټې ساتل شوې وې، خو د ولسمشر یوه مخکني سلاکار جنرال حبیب الله

احمدزي په یوه کورني تلوېزیون کې له جنسي ځورونو پرده پورته کړه.

له هغه وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په

۲۰ مه یوې نړیوالې رسنۍ هم د حکومت د یوې ښځینه کارکوونکې د جنسني ځورونې را پور،

د هغې له خولې د نوم نه ښودلو په شرط خپور کړ. په دغو راپور کې یادې میرمنې د یوه

وزارت د وزیر له لوري د هغې د جنسي ځورونې  کیسه کړې ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/21425

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading