بازتاب نیوز

د بادغیس برید؛ دوه بریدګر وژل شوي درېیم مقاومت کوي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ بی بی سی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د هېواد لوېدیځ بادغیس ولایت مرکز قلعه نور ښار یوه هوټل ته یوشمېر بریدګر ننوتلي او له هغه ځایه ډزې کوي. طالبانو ویلي امنیه قومندانۍ ته څېرمه یوې ودانۍ ته یې بریدګر ننوتلي او پر امنیه قومندانۍ ډزې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل فیسبوک لیکلي، دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او د درېیم د ویشتلو عملیات دوام لري.

ښاغلی رحیمي وايي، بریدګرو ماسپښین ۱۲:۴۰ بجې برید پیل کړ.

په لوېدیځ کې زموږ خبریال وايي، د لومړنیو رپوټونو له مخې په ډزو کې تر اوسه درې پولیس ټپیان شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، بریدګر ځانمرګي دي او یوه هوټل ته ننوتلي او پر 'عامو خلکو ډزې کوي'.

نوموړی وايي، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او بریدګر یې کلابند کړي دي.

طالبانو د برید مسؤولیت منلی او وايي، بریدګر یې د امنیه قومندانۍ په ګاونډ کې یوې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځایه ډزې کوي.

دا خبر بشپړېږي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48973349

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading