بازتاب نیوز

د بادغیس مرکز قلعه نو ښار برید، دوه برید ګر وژل شوي، د دریم د ویشتلو هڅې روانې دي

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد لوېدیځ بادغیس ولایت مرکز

قلعه نور ښار یوه هوټل ته یوشمېر بریدګر ننوتلي او له هغه ځایه یې ډزې پیل کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل فیسبوک لیکلي، د بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې درې برید ګر د یوه

هوټل ودانۍ ته ننوتي وو چې  دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا

وژل شوي او د درېیم د ویشتلو لپاره عملیات  دوام لري.

ښاغلی رحیمي وايي، بریدګرو نن غرمه شاوخوا ۱۲:۴۰ بجې برید

پیل کړ.

کورنیو چارو وزارت د برید د تلفاتو په

اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلي

وایي چې، بریدګر یې د امنیه قومندانۍ په ګاونډ کې یوې ودانۍ

ته ننوتلي او له هغه ځایه پر

امنیې قومندانۍ ډزې کوي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/21428

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading