بازتاب نیوز

په پکتیا کې د ګردیز غږ رادیو خبریال صاحب زاده وژل شوی

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ آریانا نیوز

د پکتیا ولایت د (ګردیز غږ) رادیو د نشراتو مسوول امین الله امیري رسنیو ته ویلي،  چې نادرشاه صاحبزاده نومی خبریال مړی موندل شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ګردیز غږ رادیو د ادبي او ټولنیزو خپرونو چلوونکی نادر شاه صاحبزاده تېره ورځ ورک شوی و او مړی یې تېره شپه د مرکز ګردیز اړوند د پیر باغ د سیمې په یوه څاه کې وموندل شو، چې پر چړو وژل شوی دی.

د امیري د څرګندونو له مخې نادرشاه صاحبزاده په رادیو کې د ادبي او ټولنیزو خپرونو چلوونکی و او په خبره یې کومه شخصي دښمني یې هم نه لرله.

 د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم وایي د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

خبریال: فرید الله احمدزی

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-uuo-117/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading