بازتاب نیوز

د بادغیس ولایت په قلعه نو ښار د بریدګرو ډله ییز برید

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ طلوع نیوز

 

ځانمرګو بریدګرو د بادغیس ولایت قلعه نو ښار په یوه هوټل دله‎ییز برید کړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې دا برید نن شنبې (د چنګاښ په ۲۲مه) ۱۲:۴۰ دقیقې رامنځته شو.

د رحیمي په وینا، بریدګر یوه هوټل ته په ننوتو سره پر ولسي وګړو ډزې پیل کړې دي. - ډېزې تراوسه پورې د غرمې له (۴:۳۰) دقیقو دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د برید له پیل څو ساعته وروسته په خپل ټوېټر کې لیکلي چې په دغه برید کې درې بریدګر شامل وو چې د هغوی دوه تنه د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې درېیم بریدګر هم د امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې دی.

طالبانو ویلي چې د هغوی جنګیالیو د بادغیس ولایت پر امنیه قومندانۍ برید کړی دی.

 

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%AF-%D8%A8%D8%A7%D8%AF%D8%BA%DB%8C%D8%B3-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D9%BE%D9%87-%D9%82%D9%84%D8%B9%D9%87-%D9%86%D9%88-%DA%9A%D8%A7%D8%B1-%D8%AF-%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%AF%DA%AB%D8%B1%D9%88-%DA%89%D9%84%D9%87%E2%80%8E%DB%8C%DB%8C%D8%B2-%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%AF

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading