بازتاب نیوز

په بادغیس کې پر هوتل برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ آریانا نیوز

د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ امنیتي ځواکونو هغه درې تنه بریدګر، چې په قلعه نو ښار کې یې پر یوه هوتل برید کړی و, له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي؛ برید غرمه مهال وسلوالو طالبانو پر یوه هوتل پیل کړ، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۴ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

دغه راز ویل کیږي، چې د بادعیس ولایت د پولیسو د درېیمې حوزې آمر یوسف اخګر هم د قلعه نو پر ښار د طالبانو په ننني برید کې وژل شوی دی.

د بادغیس ولایت د عامې روغتیا رییس عبداللطیف روستایي ویلي، چې په دې برید کې ۴ کسان وژل شوي او د دوه ښځو او دوه ماشومانو په ګډون ۹ نور ټپیان دي.

عبداللطیف روستایی رییس صحت عامه بادغیس میگوید که در نتیجه این رویداد چهار تن کشته و ۹ تن دیگر به شمول دو زن و دو کودک نیز زخمی شده اند.

طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګندوي، چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت د پولیسو پر یوې ودانۍ برید کړی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-ooo-56/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading