بازتاب نیوز

پکتیا: نامعلومو کسانو د سیمه ئیزې راډیو خبریال وژلی

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پکتیا ولایت په مرکز « ګردېز» ښار کې تېره ورځ نامعلومو کسانو ژورنالست او فعال «نادر شاه صاحبزاده» وژلی.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند « سردارولي تبسم» وايي، صاحبزاده چې له تېرو دریو کلونو راپدیخوا یې د صدای ګردېز تر نامه لاندې په یوه سیمه ئیزه راډيو کې کلتوري پروګرام مخته ووړ، تېره ورځ ماښام مهال د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو.

د نوموړي په خبره، که څه هم د پېښې مسئولیت تر دې دمه چا نه دی منلی خو پولیسو د پېښې په عاملینو پسې پلټنه پیل کړې.

بل لو رته د یادې سیمه ئیزې راډيو یو تن کارکوونکي طلوع نیوز ته ویلي، صاحبزاده د جمعې په ورځ ماښام مهال نادرکه شوی وو چې وروسته یې جسد د امنیتي ځواکونو له لوري په باغ فیر نومي سیمه کې په داسې حال کې وموندل شو چې د تشدد نښې يې په وجود له ورایه ښکارېدې.

له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» د صاحبزاده وژنه غندلې او له پولیسو یې غوښتي څو د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

یاده دې وي، چې صاحبزاده لومړنی ځايي خبریال دی چې په پکتیا کې وژل کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/148047/%D9%BE%DA%A9%D8%AA%DB%8C%D8%A7-%D9%86%D8%A7%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D9%88-%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%B3%DB%8C%D9%85%D9%87-%D8%A6%DB%8C%D8%B2%DB%90-%D8%B1%D8%A7%DA%89%DB%8C%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading