بازتاب نیوز

د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم وړومبۍ جوپه ترکیی ته سپال

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د ترکیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د روسیې له خوا ترکیې ته د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم د ورکړې بهیر به په راتلونکو ورځو کښې هم دوام ولري.

د ترکیې د دفاع وزارت په بیانیه کښې راغلې دي چې د دغه میزائل سیسټم د ورسپارلو د بهیر په بشپړیدو سره به له هغه د ګټه پورته کونې کار پیل شي.

د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو ورځې مخکښې ویلې وو: مونږ د خپلې دفاع لپاره له روسیې څخه ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم اخیستی دی او که چیرې دښمن زمونږ په هیواد حمله وکړي نو د ځان د دفاع لپاره به د روسیې ایس-۴۰۰ توغندوي سیسټم استعمال کړو.

له روسیې څخه د ایس-۴۰۰ میزایل سیسټم د اخیستلو په لړ کښې د ترکیې اقدام د واشنګټن قهر راپارولی او ډونلډ ټرمپ دغه هیواد په سختو بندیزونو ګواښلی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/د-ایس-۴۰۰-ډوله-توغندوي-سیسټم-وړومبۍ-جوپ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading