بازتاب نیوز

د واده په مراسمو کی ځانمرګی برید

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: په ننګرهار ولایت کښې د یو واده په مراسمو باندې په شوې ترهګره حمله کښې پنځه کسان مړه او څلویښت نور زخمي شوې دي.

رسنیو خبر ورکړی چې یو ځانمرګی بریدګر نن سهار د ننګرهار ولایت په پچیرا ګام ولسوالۍ کښې د روانو واده مراسمو ته ورننوته او خپل چاودونکي توکي یې وچاودول.

د دغې ترهګرې حملې له امله پنځه تنه په ځاې مړه شوي او ۴۰ تنه نور زخمي شوې دي چې په هغو کښې هم د ځینو حالت بد رپورټ شوی دی او ښايي د مړو شمیر لازیات شي. د دې حملې پړه چا نه ده منلې.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-واده-په-مراسمو-کی-ځانمرګی-برید/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading