بازتاب نیوز

اتمر په ارګ کې د اخلاقي فساد د قضیو څېړنه غوښتې

٢٢ چنګاښ ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر «حنیف اتمر» وايي، په ارګ کې د جنسي رشوت او اخلاقي فساد ادعاوې دې د یوه بې طرفه او واک لرونکي کمېسیون له لوري په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

د حنیف اتمر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په دې وروستیو کې د ارګ دننه د اخلاقي فساد راپورونه خپاره شوي، چې په ټولنه کې یې اندېښنې راپیدا کړې خو حکومت له اوږدې مودې تېرېدو وروسته لا هم نه دی توانېدلی څو دا دوسیې وتړي او د خلګو اندېښنو ته ځواب ووايي».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « د سولې او اعتدال ټیم د دولتي ادارو دننه دا ډول کړنې په کلکه غندي او هیله لري چې حکومت ددې کار د څېړلو لپاره یو ځانګړی کمېسیون وګماري چې وکولای شي یادې دوسیې راوسپړي».

د سولې او اعتدال ټیم وروسته له هغه په دولتي ادارو کې د اخلاقي فساد دوسیو ته د لاسرسي غوښتنه کوي، چې څه موده وړاندې د اشرف غني ځانګړي سلاکار په لومړي ځل په ارګ کې له اخلاقي فساد پرده پورته کړه، حبیب الله احمدزی چې اوږده موده په ارګ کې پاتې شوی وو ادعا وکړه چې په اشرف غني راټوله کړۍ د دندې په بدل کې له ښځو جنسي غوښتنې کوي.

د احمدزي د څرګندونو په تعقیب بي بي سي له څو تنو داسې مېرمنو سره مرکې وکړې، چې جنسي غوښتنې ترې شوې وې، ټولو ښځو د اشرف غني لوړپوړي چارواکي او وزیران له دوی څخه په جنسي رشوت غوښتلو تورن کړل.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/148057/%D8%A7%D8%AA%D9%85%D8%B1-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D8%B1%DA%AB-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%A7%D8%AE%D9%84%D8%A7%D9%82%D9%8A-%D9%81%D8%B3%D8%A7%D8%AF-%D8%AF-%D9%82%D8%B6%DB%8C%D9%88-%DA%85%DB%90%DA%93%D9%86/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading